ads

په غزني كې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د غزني ولايتي چارواكي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولايت په ده يک او اندړو ولسواليو كې د درېيو هوايي بريدونو او يوه توپچي انداخت په پايله کې د درېيو سرګروپانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: mayar
29 غویی 1398

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وژل شوو طالب سرګروپانو نومونه حكيم، رېحان او طه ياد كړل.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې يوې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د غزني په ده يك ولسوالۍ كې د ملكي خلكو پر يوه ټونس ډوله موټر بريد كړى، چې په ترڅ كې يې د يوه ملا امام په ګډون درې ملكي وګړي وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA