د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې تېر ماښام څلورو پرله پسې چاودنو دوه ملكي وګړي ټپيان کړل.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، درې چاودنې د سراج العمارت بڼ ته څېرمه په يوه ګلدان کې د ايښودل شوو چاودېدونکو توکو له كبله شوي، چې په خبره يې، تلفات نه لري.
ده زياته كړه، څلورمه چاودنه په پښتونستان واټ کې په يوه ګلدان کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو له كبله شوې، چې په ترڅ كې يې دوه ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
فريد خان زياته كړه، ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د دې چاودنو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د تالاشۍ چوك په مربوطاتو كې څلورو پرله پسې چاودنو څلور ملكي وګړي وژلي او ۲۰ تنه نور يې ټپيان كړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ