د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيسه حوا علم نورستانۍ وايي، د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مرستيالې الېس ويلز افغانستان ته د خپل وروستي سفر په مهال د دغه كمېسيون له غړو سره په ليدنه كې د جمهوري رياست له ټاكنو سره يو ځاى د ولايتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاكنو د نه ترسره كولو وړانديز كړى و.
نورستانۍ زياتوي، ويلز وړانديز كړى و، چې د وخت د كموالي له كبله دې يوازې د جمهوري رياست ټاكنو پر ترسره كولو تمركز وشي، خو د هغې په وينا، د ويلز دا وړانديز د ټاكنو خپلواك كمېسيون له لوري رد شوى دى.
د نوموړې په خبره، د مشرانو جرګې د انتخابي غړو كاري موده پاى ته رسېدلې او دې جرګې ته د مشروعيت وركولو لپاره د ولايتي شوراګانو د ټاكنو ترسره كولو ته اړتيا ده.
په پام كې ده، چې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاكنې هممهاله ترسره شي.