د اسټراليا د لومړي وزير سكاټ موريسون په رهبرۍ محافظه كار ګوند د ترسره شوو نظر پوښتنو خلاف د دغه هېواد د پارلماني ټاكنو ګټونكى شو.
موريسون په اسټراليا كې د پرونيو ټاكنو د پايلو تر اعلان وروسته د خپل ګوند بريا يوه معجزه وبلله او ويې ويل، دا معجزه پر اوسنۍ چوكۍ د ده د پاتې كېدو اټكل زياتوي.
د نوموړي په رهبرۍ پر اسټراليا حاكم محافظه كار ايتلاف له ۲۰۱۳م ميلادي كال راهيسې واكمن دى، خو د دې هېواد له پارلماني ټاكنو وړاندې ترسره شوو نظر پوښتنو د بيل شورتن په رهبرۍ كارګر ګوند مخكښ ښودلى و.
موريسون د ټاكنيزو مبارزو په مهال ژمنه كړې وه، چې په اسټراليا كې د منل كېدونكو كډوالو شمېر به را كم كړي.