ads

له ايران او عراقه د بحريني اتباعو د وتلو غوښتنه شوې

بحرين په ايران او عراق كې له خپلو ټولو اوسېدونكو اتباعو له دې هېوادونو د سمدستي وتلو غوښتنه كړې ده.

نویسنده: mayar
29 غویی 1398
له ايران او عراقه د بحريني اتباعو د وتلو غوښتنه شوې

بحرين په ايران او عراق كې له خپلو ټولو اوسېدونكو اتباعو له دې هېوادونو د سمدستي وتلو غوښتنه كړې ده.
بحريني چارواكو همدارنګه ايران او عراق ته د خپلو اتباعو د سفر كولو په اړه خبردارى وركړى دى.
د بحرين د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ د يادې غوښتنې علت د سيمې بې ثباته شرايط او احتمالي ګواښونه وبلل.
دا غوښتنه د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ له زياتېدو سره په يو وخت شوې ده.
د ايران او امريكا چارواكو هيله څرګنده كړې، چې دا كړكېچ د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې سبب نه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA