د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولايتي شوراګانو د ټاكنو ځنډولو وړانديز رد كړى

د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيسه حوا علم نورستانۍ وايي، د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مرستيالې الېس ويلز افغانستان ته د خپل وروستي سفر په مهال د دغه كمېسيون له غړو سره په ليدنه كې د جمهوري رياست له ټاكنو سره يو ځاى د ولايتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاكنو د نه ترسره كولو وړانديز كړى و.