ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ايرلنډ د كركټ له ملي لوبډلې سره د دوو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لومړۍ سيالي نن ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت له غرمې وروسته په دوه بجو او ۱۵ دقيقو د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې پيل شي.
د يادو لوبډلو ترمنځ به دوهمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د راتلونكې سې شنبې په ورځ ترسره شي.
افغانستان د كركټ د سږني نړيوال جام تر سياليو مخكې له پاكستان او انګلستان سره هم دوه يو ورځنۍ لوبې لري.
د كركټ دا ټولې لوبې د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف ترسره كېږي.
تر دې وړاندې افغانستان له سکاټلند سره دوه يو ورځنۍ لوبې درلودې، چې لومړۍ يې د باران له كبله بې پايلې اعلان شوه او په دوهمه كې يې افغانستان بريا خپله كړه.
د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ، چې په انګلستان او وېلز كې ترسره كېږي، د روانې مې مياشتې په ۳۰مه نېټه پيلېږي، چې په كې به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې ولوبېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


