ads

په ننګرهار كې د ملي اردو ځواكونو پر يوه پلټنځاى د لاسي بم بريد شوى

د ننګرهار په كامې ولسوالۍ كې د ملي اردو ځواكونو پر يوه پلټنځاى د لاسي بم بريد پنځه تنه ټپيان كړي دي.

نویسنده: mayar
28 غویی 1398
په ننګرهار كې د ملي اردو ځواكونو پر يوه پلټنځاى د لاسي بم بريد شوى

د ننګرهار په كامې ولسوالۍ كې د ملي اردو ځواكونو پر يوه پلټنځاى د لاسي بم بريد پنځه تنه ټپيان كړي دي.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د موټر سايكل سپرو كسانو له لوري شوى، چې په ترڅ كې يې درې ملكي وګړي او دوه د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.
ده زياته كړه، موټر سايكل سپاره كسان له سيمې تښتېدلي، خو د نيولو هڅې يې روانې دي.
د پېښې مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA