په افغانستان كې مېشتو امريكايي ځواكونو تاييد كړه، چې د دغه هېواد په جنوب كې يې په اشتباهي هوايي عملياتو كې افغان پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، وړمه شپه په هلمند كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې ۱۷ افغان پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په افغانستان كې د مېشتو امريكايي سرتېرو وياند ډيويډ بټلر ويلي، ياد عمليات وروسته له هغې ترسره شول، چې افغان ځواكونو ترې د هوايي ملاتړ غوښتنه وكړه.
د نوموړي په خبره، د دغو هوايي عملياتو له ترسره كولو وړاندې په سيمه كې افغان همغږي كوونكو ځواكونو هلته د افغان سرتېرو د نه شتون په تړاو ډاډ وركړى و.
بټلر زياته كړې، دا چې څرنګه امريكايي ځواكونو ته ناسم معلومات رسېدلي، په دې اړه څېړنې روانې دي.
د كورنيو چارو وزارت د وياند نصرت رحيمي په وينا، په هلمند كې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو تر هوايي عملياتو مخكې په شوې جګړه كې اته پوليس وژل شوي او ۱۱ تنه نور ژوبل دي.