ads

مير رحمان رحماني د ولسي جرګې د رئيس په توګه وټاكل شو

د پروان د خلكو استازى مير رحمان رحماني د ولسي جرګې د رئيس په توګه وټاكل شو.
د ولسي جرګې د رياست چوكۍ لپاره دوهم پړاو ټاكنو ته، چې نن ترسره شوې، مير رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي كانديدان وو، چې په تېر پړاو كې يې تر نورو ډېرې رايې ترلاسه کړې وې.

نویسنده: mayar
28 غویی 1398
مير رحمان رحماني د ولسي جرګې د رئيس په توګه وټاكل شو
????????????????????????????????????

د پروان د خلكو استازى مير رحمان رحماني د ولسي جرګې د رئيس په توګه وټاكل شو.
د ولسي جرګې د رياست چوكۍ لپاره دوهم پړاو ټاكنو ته، چې نن ترسره شوې، مير رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي كانديدان وو، چې په تېر پړاو كې يې تر نورو ډېرې رايې ترلاسه کړې وې.
تر راى اچونې وروسته يوه کانديد هم ونه شو کړای، چې د جرګې د ۲۴۷ حاضرو غړو ۵۰ جمع يو رايې، چې ۱۲۴ کېدې، ترلاسه کړي.
رحماني ۱۲۳ او اصولي ۵۵ رايې وگټلې، خو د ولسي جرګې موقت رئيس عطاء محمد دهقان پور رحماني د دې جرګې د رئيس په توګه اعلان كړ.
کمال ناصر اصولي بيا له يادې پرېكړې سره مخالفت څرګند كړ او د بل پړاو ټاكنو غوښتونكى شو.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې د رياست چوكۍ لپاره د څلورو كانديدانو ترمنځ لومړی پړاو ټاکنې وشوې، خو هېچا ونه ګټلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA