د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رئيس محمد سالم الماس له دندې ګوښه شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې معين الدين سيال نن د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رياست د سرپرست په توګه معرفي شو.
په ياد وزارت كې ځينې سرچينې د دې بدلون علت د كابل امنيت ته لا زياته پاملرنه ښيي.
محمد سالم الماس ته دغه دنده د ۱۳۹۵يم لمريز كال په كب مياشت كې سپارل شوې وه.