امنيتي ځواكونو د هرات د ګلران ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي كمېسيون رئيس په ټپي حالت كې نيولى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، نيول شوى كس صدام نومېږي، چې د مشهور طالب قوماندان ملا حيدر له مهمو او باوري كسانو څخه دى.
د نوموړي په خبره، صدام، چې د هرات ښار په ترورونو كې يې لاس درلود، د جمعې په ورځ د كهسان او غوريان ولسواليو په مرزي سيمه كې د پوليسو د عملياتي قطعې ځواكونو د كمين په ترڅ كې ټپي او ونيول شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ