ads

خليلزاد د افغانستان د جمهوري رياست ټاكنو ته پر چمتووالي ټينګار وكړ

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د جمهوري رياست ټاكنو ته بايد چمتووالى ونيول شي.
نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه په افغانستان کې د روانې جگړې سياسي حل د امريکا لومړيتوب بللى دى.

نویسنده: mayar
28 غویی 1398
خليلزاد د افغانستان د جمهوري رياست ټاكنو ته پر چمتووالي ټينګار وكړ
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د جمهوري رياست ټاكنو ته بايد چمتووالى ونيول شي.
نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه په افغانستان کې د روانې جگړې سياسي حل د امريکا لومړيتوب بللى دى.
د خليلزاد په وينا، د دوى لومړيتوب د سولې يو داسې بهير دى، چې پايله يې د افغان ستونزې سياسي حل وي.
دى زياتوي، افغانان تر بل هر څه سولې ته ډېره اړتيا لري.
د خليلزاد په خبره، سولې ته لېوالتيا د دې مخنيوى نه کوي، چې افغانان باور وړ ټاکنو ته د چمتووالي غوښتنه وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى همدارنګه وايي، له دې سره هممهاله، چې دوى د سولې لپاره، چې افغانان يې مستحق دي، هلې ځلې کوي، د جمهوري رياست ټاکنو ته هم بايد چمتووالى ونيول شي.
دا په داسې حال كې ده، چې خليلزاد مخكې ويلي و، هڅه کوي د افغانستان له جمهوري رياست ټاکنو وړاندې له طالبانو سره يوې سياسي هوکړې ته ورسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA