ads

جمهور رئيس غني: هېڅوك د خصوصي سكټور په چارو كې د مداخلې حق نه لري

جمهور رئيس محمد اشرف غني په هېواد كې د خصوصي سكټور په چارو كې د مداخلې په اړه خبردارى وركوي او وايي، هېڅوك د دې سكټور په كار كې د مداخلې حق نه لري.

نویسنده: mayar
28 غویی 1398
جمهور رئيس غني: هېڅوك د خصوصي سكټور په چارو كې د مداخلې حق نه لري

جمهور رئيس محمد اشرف غني په هېواد كې د خصوصي سكټور په چارو كې د مداخلې په اړه خبردارى وركوي او وايي، هېڅوك د دې سكټور په كار كې د مداخلې حق نه لري.
هغه نن په ارګ كې د صنعت اونۍ د نمانځنې د پرانيستې په مراسمو کې د وينا په مهال وويل، ټولې دولتي ادارې بايد په هېواد كې د پانګونې د اسانولو لپاره كار وكړي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د پانګونې په برخه كې اداري فساد او ناغېړي د منلو وړ نه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې په هېواد كې د امنيتي ستونزو له كبله ګڼ شمېر افغان سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه بهر ته لېږدولې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA