ads

ايران له امريكا سره د خپل كړكېچ د پايلو په اړه خبردارى وركړ

ايران د تهران او واشنګټن ترمنځ د كړكېچ د پايلو په اړه خبردارى وركړى او له چين او روسيې يې غوښتي، چې د دغه هېواد د اټومي هوكړې د ژغورلو لپاره ځانګړي او محسوس اقدامات وكړي.

نویسنده: mayar
28 غویی 1398
ايران له امريكا سره د خپل كړكېچ د پايلو په اړه خبردارى وركړ

ايران د تهران او واشنګټن ترمنځ د كړكېچ د پايلو په اړه خبردارى وركړى او له چين او روسيې يې غوښتي، چې د دغه هېواد د اټومي هوكړې د ژغورلو لپاره ځانګړي او محسوس اقدامات وكړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف تېره ورځ په بيجينګ كې له خپل چينايي سيال وانګ يي سره تر ليدنې وروسته ويلي، چې ايران او چين بايد د نړۍ د څو اړخيز نظم د ساتنې په هدف په ګډه كار وكړي.
ظريف تر چين وړاندې جاپان ته هم سفر وكړ او د دې هېواد له چارواكو سره يې په ليدنه كې د ايران د اټومي هوكړې په تړاو د ټوكيو او اروپايي هېوادونو پر چلند نيوكه وكړه.
د واشنګټن او تهران اړيكې په دې وروستيو كې د جګړې پولې ته نېږدې شوي او امريكا منځني ختيځ ته خپلې جنګي او الوتكې وړونكې بېړۍ، بي – ۵۲ الوتكې او نور پوځي تجهيزات لېږلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA