ټاكل شوې په روانه ميلادي مياشت كې د ازبكستان په نمنګان ولايت كې د دې هېواد او د بيلاروس ترمنځ ګډ پوځي تمرينونه ترسره شي.
د راپورونو پر بنسټ، دا تمرينونه د مې مياشتې له ۲۰مې تر ۲۷مې نېټې د نمنګان ولايت د غوروم سراى په نوم د پوځي زده كړې په ميدان كې د يادو هېوادونو د سرتېرو د نظامي پيوستون تر سرليك لاندې ترسره كېږي.
د ازبكستان او بيلاروس ترمنځ به دغه ګډ پوځي تمرينونه د امنيت په برخه كې د همكارۍ تړون له مخې، چې دواړو هېوادونو په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې لاسليك كړى، ترسره شي.
د تاشكند او مينسك ترمنځ امنيتي همكارۍ په وروستيو كلونو كې ډېرې پراخې شوې دي.
د دوى ترمنځ ډيپلوماټيكې اړيكې د ۱۹۹۳يم ميلادي كال د جنوري مياشتې په ۲۱مه نېټه ټينګې شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ