ads

په هرات كې چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د هرات په اوبې ولسوالۍ كې چاودنې د دې ولسوالۍ د ولسوال رحم الدين سرورزي په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

نویسنده: mayar
28 غویی 1398
په هرات كې چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د هرات په اوبې ولسوالۍ كې چاودنې د دې ولسوالۍ د ولسوال رحم الدين سرورزي په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
سرورزي كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې په يوه موټر سايكل كې ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو د اوبې ولسوالۍ په بازار كې چاودنه وكړه، چې له كبله يې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه ووژل شول او د ده په ګډون ۲۱ تنه نور ژوبل دي.
هغه خپل روغتيايي حالت ښه وباله.
په همدې حال كې د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال اصف كبير وايي، د پېښې ټپيان د اوبې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د چاودنې مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA