په اشتباهي عملياتو كې د افغان پوليسو مرګ ژوبله تاييد شوه

په افغانستان كې مېشتو امريكايي ځواكونو تاييد كړه، چې د دغه هېواد په جنوب كې يې په اشتباهي هوايي عملياتو كې افغان پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، وړمه شپه په هلمند كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې ۱۷ افغان پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.