ټاكل شوې نن د ولسي جرګې د رياست چوكۍ لپاره دوهم پړاو ټاكنې ترسره شي.
د پنجشنبې په ورځ د دې چوکۍ لپاره لومړی پړاو ټاکنې وشوې، خو هېچا ونه ګټلې.
د ولسي جرګې د رياست چوكۍ ته څلورو کسانو کمال ناصر اصولي، ميرويس ياسيني، عمر نصير مجددي او مير رحمان رحماني ځانونه کانديد کړي وو، خو تر راى اچونې وروسته يوه کانديد هم ونه شو کړای، چې د جرګې د ۲۴۲ حاضرو غړو ۵۰ جمع يو رايې، چې ۱۲۲ کېدې، ترلاسه کړي.
د دوی له منځه مير رحمان رحماني ۷۵، کمال ناصر اصولي ۶۹، ميرويس ياسيني ۵۹ او عمر نصير مجددي اووه رايې ترلاسه کړې.
دغه راز ۲۶ باطلې او شپږ سپينې رايې وکارول شوې.
نن به د ټاکنو دوهم پړاو د مير رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ ترسره شي، چې تر نورو يې ډېرې رايې ترلاسه کړې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


