ايران له امريكا سره د خپل كړكېچ د پايلو په اړه خبردارى وركړ

ايران د تهران او واشنګټن ترمنځ د كړكېچ د پايلو په اړه خبردارى وركړى او له چين او روسيې يې غوښتي، چې د دغه هېواد د اټومي هوكړې د ژغورلو لپاره ځانګړي او محسوس اقدامات وكړي.