ads

په هرات كې پنځه تنه د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل شول

امنيتي ځواكونو په هرات كې د عملياتو په مهال پنځه تنه د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل.

نویسنده: mayar
27 غویی 1398
په هرات كې پنځه تنه د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل شول

امنيتي ځواكونو په هرات كې د عملياتو په مهال پنځه تنه د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات د هرات – اسلام كلا لويې لارې په اوږدو كې د كهسان ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ منسوبينو لخوا ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې ياد پنځه كسان له خپل موټر سره د انسان تښتوونكو له منګولو ازاد شول.
د سرچينې په وينا، امنيتي سرتېرو د دغو كسانو د تښتونې په تور درې تنه له يوه اندازه وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، له عمليات كوونكو ځواكونو سره په نښته كې يو انسان تښتوونكى ژوبل شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA