ads

داودزى د هند د ملي امنيت له سلاكار سره پر افغان سولې بهير وغږېد

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي تېره ورځ په نوي ډيلي كې د هند د ملي امنيت له سلاكار اجيت دووال سره وكتل.

نویسنده: mayar
27 غویی 1398
داودزى د هند د ملي امنيت له سلاكار سره پر افغان سولې بهير وغږېد

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي تېره ورځ په نوي ډيلي كې د هند د ملي امنيت له سلاكار اجيت دووال سره وكتل.
د سولې عالي شورا نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې ليدنه كې په افغان سولې بهير كې د سيمې هېوادونو پر اهميت او رول بحث وشو.
داودزي د افغانستان د سولې په بهير كې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه د هند پر اهميت په ټينګار سره وويل، دا بهير د افغان حكومت په رهبرۍ او مالكيت مخته وړل كېږي.
بلخوا د هند د ملي امنيت سلاكار وايي، جګړه د افغانستان د ستونزې حل لاره نه ده او بايد د افغان حكومت په رهبرۍ او مالكيت د مستقيمو مذاكراتو په وسيله حل شي.
داودزى له جرمني وروسته پرون هند ته ورسېد او ټاكل شوې له يو شمېر نورو هندي چارواكو سره هم پر افغان سولې بهير او د دغه بهير په اړه د سيمه ييزې اجماع پر پراختيا خبرې وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA