ads

جرمني په افغان سولې بهير كې همكارۍ ته چمتووالى وښود

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړى استازى مارکوز پوټزيل وايي، هېواد يې د سولې په بهير كې د افغانستان له حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
نوموړي دا خبره د پنجشنبې په ورځ په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه.

نویسنده: mayar
27 غویی 1398

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، پوټزيل د بين الافغاني ډيالوګ د اسانتيا برابرولو په برخه کې هم د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړ.
بلخوا جمهور رئيس غني وويل، د افغان حکومت يوازينى هدف د تلپاتې سولې ټينګښت دى او د هر هغه ګام هرکلى کوي، چې افغانان دې هدف ته رسوي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حكومت تل د سولې پر بين الافغاني خبرو ټينګار كوي، خو طالبان تر دا مهاله له دغه حكومت سره مذاكراتو ته نه دي چمتو شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA