د كندهار په نېش ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت لخوا تېره شپه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوايي بريدونو له كبله ۳۷ طالبان وژل شوي او د محمد عيسى په نوم د يوه سرګروپ په ګډون ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې وژل شوي كسان په كندهار كې د طالبانو د څو مهمو سرګروپانو اړوند وسله وال وو.
د ملي دفاع وزارت په خبره، د يادو هوايي بريدونو په ترڅ كې د طالبانو وسلې او موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


