ads

تهران: افغانستان، ترکيه او عراق مو د توکو لپاره ښه بازارونه دي

د بندیزونو پر مهال افغانستان، ترکیه او عراق د ایراني توکو د پلور لپاره ښه بازارونه دي.

نویسنده: mayar
26 غویی 1398
تهران: افغانستان، ترکيه او عراق مو د توکو لپاره ښه بازارونه دي

د بندیزونو پر مهال افغانستان، ترکیه او عراق د ایراني توکو د پلور لپاره ښه بازارونه دي.
د ایران د تجارت او صنایعو وزارت چارواکو ویلي، امریکا د ایران پر فلزاتو بندیز لګولی دی، خو لا هم افغانستان، عراق او ترکیه د ځینو توکو د پلور لپاره ښه بازارونه دي.
د ایراني چارواکو په وینا د ایران ځینې فلزات لکه مس او نور په افغانستان کې ښه بازار لري نو دوی به خپل ډېری توکي افغانستان ته صادروي.
ایران همدا راز ویلي چې پر فلزاتو د امریکا بندیزونه دومره اغېزناک نه دي، ځکه ددوی صنایع په نړیواله کچه خپل مشتریان لري او اړتیاوې یې له تهران پوره کوي.
ایران هر کال تر ۲۵ میلیونه ټنه پورې مس تولیدوي او ټاکل شوې چې دغه کچه تر ۲۰۲۵ کال پورې ۵۰ میلیونه ټنو ته ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA