د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، د سولې په پروسه کې د ټولو هېوادونو اندېښنې په پام کې نيول کېږي.
د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب پرون په کابل کې د روسيې له سفير الکساندر مانتيتسکي سره په ليدنه کې وويل، د افغانستان د سولې پروسې په تړاو به سيمهييزه اجماع رامنځته شي او د ټولو هېوادونو شته او احتمالي اندېښنې به په پام کې ونيول شي.
له بل لوري په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیتسکی د افغانستان او روسیې د ډيپلوماټیکو اړیکو له سل کلنۍ خوښي څرګنده کړه او د سولې د پروسې لپاره يې د سيمه ييزې اجماع له جوړېدو ملاتړ څرګند کړ.


