په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وايي، امریکا له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.
رويا په واشنګټن کې يوې ناستې ته په خبرو کې، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا له مرستو او قربانیو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو همکاري روانه وي.
هغې زیاته کړه، ترهګري یوه سیمه يیزه او نړیواله ستونزه ده او په وړاندې یې د مبارزې لپاره د سیمې له هېوادونو سره د اجماع په رامنځ ته کېدو کار پیل شوی.
د رحماني په وینا، امريکا د افغانستان بنسټيزه ملاتړې او همکاره ده. د هغې په خبره، ممکن د دواړو هېوادونو د همکاریو په څرنګوالي کې بدلون راشي، خو د کابل او واشنګټن اړیکې به اوږدمهاله وي.


