ads

د امريکا کانګرېس افغان ژباړونکو ته نورې ويزې غواړي

د امریکا د کانگرس يا ولسي جرګې غړي د هغه افغانانو لپاره د امریکا نورې ويزې غواړي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.

نویسنده: mayar
26 غویی 1398
د امريکا کانګرېس افغان ژباړونکو ته نورې ويزې غواړي

د امریکا د کانگرس يا ولسي جرګې غړي د هغه افغانانو لپاره د امریکا نورې ويزې غواړي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.
د کانګرس غړو په همدې تړاو يوه تازه لايحه وړاندې کړې او په هغه کې ټينګار شوی چې په روان مېلادي کال کې دې هم په شرایطو برابرو افغانانو ته د اس ای وي ځانګړې ويزې ورکړل شي او هغه ستونزې دې له منځه يووړل شي چې افغانانو ته د ويزو په ورکولو کې رامخې ته کېږي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې د امريکا له لوري دغه ډول ويزې ۴۰۰۰ افغانانو ته ورکړل شوې، خو په ۲۰۱۸ کال کې د دې ويزو شمېر ۱۶۵۰ ته راکم شو او داسې راپورونه هم شته چې ټرمپ غواړي سږ کال دغه شمېر ۶۰ فیصده نور هم راکم کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA