ads

ټرمپ: منځني ختيځ ته د سرتېرو د لېږلو کوم پلان نشته

د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وايي، تر دې دمه منځني ختیځ د سرتېرو د لېږلو پلان نه لري، خو که اړتیا پېښه شي دا کار به هم وکړي.

نویسنده: mayar
25 غویی 1398
ټرمپ: منځني ختيځ ته د سرتېرو د لېږلو کوم پلان نشته

د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وايي، تر دې دمه منځني ختیځ د سرتېرو د لېږلو پلان نه لري، خو که اړتیا پېښه شي دا کار به هم وکړي.
تر دې وړاندې امریکايي رسنیو ویلي وو، چې امریکا منځني ختیځ ته د ایران د مخنیوي په هدغ ۱۲۰ زره سرتېري لېږي.
خو ټرمپ وايي دا راپور ناسم دی او په خبره یې که اړتیا پېښه شي نو بیا به تر دې ډېر سرتېري د ایران شاوخوا ته واستوي.
دده په خبره امریکا هیله لري چې د سرتېرو استولو ته اړتیا پېښه نه شي او ایران په خپل چلند کې بدلون راولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA