د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د روسیې له جمهور رييس ولاديمير پوتين سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتین ویلي چې د افغانستان وضعیت حساس دی او د امریکا او روسیې ترمنځ په دې برخه کې نږدې همکاري کولی شي دغه هېواد ته سوله او ثبات راولي.
پوتین د سولې خبرې مهمې بللې دي او وایي طالبان په افغانستان کې پیاوړي شوي دي نو ددې اړتیا ده چې هلته روانه ستونزه حل کړل شي.
له لوري پمپيو او پوتين د افغانستان په برخه کې د همکاريو په رامنځته کولو ټينګار کړی. دوی دواړو دغه راز د ايران، وینزویلا، سوریې، اوکراین او شمالي کوریا په اړه هم خبرې کړې دي.


