ads

په پلچرخي زندان کې له پولیسو سره په نښته کې څلور بنديان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د څرخي پله په زندان کې په رامنځته شوي اخ و ډب کې ۴ زندانیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

نویسنده: mayar
25 غویی 1398
په پلچرخي زندان کې له پولیسو سره په نښته کې څلور بنديان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د څرخي پله په زندان کې په رامنځته شوي اخ و ډب کې ۴ زندانیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
دا وزارت وايي چې د دغه وزارت او څارنوالۍ د یو ګډ امر له مخې پولیسو هڅه کوله چې د پلچرخي له زندانیانو نه ټیلیفونونه او نور ممنوعه وسایل راټول کړي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، پولیسو له درې څلورو بلاکونو دغه وسایل راټول کړل، خو کله چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې بلاک له زندانیانو نه يې ټیلیفونونه راټولول، نو د دغه بلاک زندانیانو د انکار ترڅنګ په پولیسو او څارنوالانو حمله وکړه.
رحمیي وايي، پولیسو په لومړي سر کې هوايي ډزې وکړې او وروسته دغه ستونزه په نښته بدله شوه چې په‌کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته. د نوموړي په خبره، په دې نښته کې څلور زندانیان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي او دغه راز شل پولیس هم ټپيان شول.
د کابل پلچرخي زندان چې د کابل ښار په ختیځ کې موقعیت لري، د وسله‌والو طالبانو په ګډون د مخدره موادو او جنايي پېښو ګڼ زرګونه زندانیان په‌کې بندیان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA