د ټاکنو خپلواک کمېسيون بالاخره د کابل ولايت د ولسي جرګې وروستۍ پايلې تېره شپه رسماً اعلان کړې.
د لومړني نوملړ په پرتله په وروستي نوملړ کې څلور کسان نوي شوي دي. له وروستي نوملړه د اجمل گلاب، احمدضیا عظیمي شینوزاده، محمدفرهاد صدیقي او سلیمه نیکبین نومونونه ايستل شوي او پر ځای يې د عبدالرازق استالفي، عرفانالله عرفان، نعيم وردګ او پروین درانۍ نومونه راغلي دي.
د کابل د ولسي جرګې په نوو استازو اجمل رحمانی، عبدالقیوم خیر خواه، خان آغا رضایی، ملا محمد خان احمدی، فدا محمد الفت صالح، احمد جاوید جیحون، میر امان الله گذر، الحاج امیر گل شاهین، غلام حسین ناصری، داکتر رمضان بشردوست، الحاج سید محمد محمدی، الله گل مجاهد، خان محمد وردک، قاضی میر افغان صافی، نجیب الله ناصر، حبیب الرحمن سیاف، انورخان اوریا خیل، صوفی عبدالرزاق استالفی، توفیق وحدت، حاجی زړگی حبیبی، محمد نعیم وردک، حاجی حفیظ الله جلیلی، عرفان الله عرفان، عبیدالله کلیمزی وردک، وکیل فاطمه نظری، جنرال نظیفه ذکی، شینکی کروخیل، مرسل نبی زاده، فوزیه ناصریار گلدریی، روبینا جلالی، مریم سماء، زهره نوروزی او پروين درانۍ شامل دي.
د کابل ولايت د ولسي جرګې پايلې د فساد او درغليو له ګڼو تورونو او جنجالونو وروسته اعلان شوې او په دې سره د ولسي جرګې ټاکنو جنجالي بهير بشپړ شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


