ads

په غزني كې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

د غزني په مركز او ده يك ولسوالۍ كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د درېيو هوايي بريدونو او وسله وال بريد له كبله شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
24 غویی 1398
په غزني كې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

د غزني په مركز او ده يك ولسوالۍ كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د درېيو هوايي بريدونو او وسله وال بريد له كبله شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د رسنيو له دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، تېره ورځ ناوخته د دې ولايت د مركز په ارزو او احمد اباد سيمو كې د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريدونو په ترڅ كې دوه طالبان ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې، تېره شپه د ده يك ولسوالۍ په تاسنګ سيمه كې د طالبانو پر يوه موټر د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې د طالب قوماندان ملا رحمت الله څلور وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه وايي، د دوشنبې په ورځ مازديګر ناوخته د غزني ښار په بزازۍ سيمه کې له بې غږه
تومانچې په ګټې اخيستنې د تروريستي بريد له كبله يو امنيتي سرتېرى ووژل شو او يو بل ټپي دى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو هوايي بريدونو په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA