د خوست د امنيه قوماندانۍ مسوولينو ۵۹ ميله سپكې او درنې وسلې د بې وسلې كولو پروګرام ډاياګ ته وسپارلې.
له دې قوماندانۍ څخه رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، امنيتي ځواكونو دا وسلې په خوست ښار او ولسواليو كې په تېرو دوو اونيو كې د ځانګړو عملياتو په مهال د دولت له وسله والو مخالفينو او نامسووله وسله والو څخه ترلاسه كړې وې.
د يادونې وړ ده، چې خوست ته د نوي امنيه قوماندان سمونوال سيد احمد بابازي په ورتګ سره هلته د نشه يي توکو، غلو او غيرې مسوولو وسله والو په ضد مبارزه تېزه شوې، خو د خوست اوسېدونکي وايي، روانې هڅې بسنه نه کوي، بلکې په دې کار کې لا جديت ته اړتيا ليدل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ