د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې څلورو پرله پسې چاودنو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا چاودنې تېر ماښام د جلال اباد ښار د تالاشۍ چوك په مربوطاتو كې وشوې.
نوموړي زياته كړه، د دغو چاودنو له كبله څلور ملكي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
د خوږياڼي په وينا، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د دې ولايت امنيه قوماندانۍ او د ملي امنيت رياست ته دنده سپارلې، چې خپل امنيتي تدابير نور هم جدي کړي، ترڅو د روژې په مبارکې مياشت کې د نورو تروريستي پېښو مخنيوی وشي.
د يادو چاودنو مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.