ads

د امريكا د بهرنيو چارو وزير نن له پوتين سره ګوري

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو نن د روسيې په ساحلي ښار سوچي كې د دغه هېواد له جمهور رئيس ولاديمير پوتين او له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره ګوري.

نویسنده: mayar
24 غویی 1398
د امريكا د بهرنيو چارو وزير نن له پوتين سره ګوري

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو نن د روسيې په ساحلي ښار سوچي كې د دغه هېواد له جمهور رئيس ولاديمير پوتين او له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره ګوري.
دا تېر ميلادي كال په فنلنډ كې د پوتين او د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تر ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو د تر ټولو لوړې كچې ناسته ده.
امريكايي او روسي چارواكي به د وسلو پر کنټرول او د وينزويلا، اوکراين، سوريې او ايران پر کړکېچونو وغږېږي.
د واشنګټن او مسكو دريځونه په دغو كړكېچونو كې له يو بل سره مخالف دي.
پمپيو په خپلو تازه څرګندونو كې ويلي، واشنګټن له ايران سره د جګړې په لټه كې نه دى، خو د ايراني رهبرانو د چلند بدلون غواړي.
بلخوا د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړی، چې د متحدو ايالتونو په ضد اقدام به يې لويه تېروتنه وي او سخت زيان به وويني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA