په جلال اباد ښار كې چاودنو ۲۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې څلورو پرله پسې چاودنو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا چاودنې تېر ماښام د جلال اباد ښار د تالاشۍ چوك په مربوطاتو كې وشوې.