ads

په بلخ كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ جګړه شوې

د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ د جګړې په ترڅ كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
24 غویی 1398
په بلخ كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ جګړه شوې

د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ د جګړې په ترڅ كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د چمتال ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د جګړې په مهال د ملي اردو يو سرتېرى ووژل شو، دوه پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى ټپيان دي.
د ده په خبره، په جګړه كې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو په تړاو يې كره معلومات نه لرل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA