فضلي: طالبان په اروزګان كې د بيارغونې كارونو مخنيوى كوي

د اروزګان سرپرست والي عطاء الله فضلي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونو مخه ډب كړې ده.
نوموړي كليد ته وويل، ولايتي اداره غواړي بې كاره اروزګانيانو ته د كار كولو زمينه برابره کړي، خو وسله وال طالبان ورته اجازه نه ورکوي او مخه يې نيسي.