ads

فضلي: طالبان په اروزګان كې د بيارغونې كارونو مخنيوى كوي

د اروزګان سرپرست والي عطاء الله فضلي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونو مخه ډب كړې ده.
نوموړي كليد ته وويل، ولايتي اداره غواړي بې كاره اروزګانيانو ته د كار كولو زمينه برابره کړي، خو وسله وال طالبان ورته اجازه نه ورکوي او مخه يې نيسي.

نویسنده: mayar
24 غویی 1398

د فضلي په خبره، له اوږدې مودې راهيسې د اروزګان د ولسواليو لپاره ځانګړې شوې مرستې په مرکز ترينکوټ کې خلکو ته وېشي، چې علت يې هلته د طالبانو شتون دى.
د اروزګان سرپرست والي زياته كړه، كه طالبان يې مخه ونه نيسي، نو ډېر ژر به د دې ولايت د تر ټولو لوى بند، چې په اغا جان مشهور دى، د رغولو چارې پيل كړي، ځكه بوديجه ورته لري.
كه څه هم وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې په اروزګان كې د څو مياشتو لپاره د روغتيايي مرکزونو دروازې د ناروغانو پر مخ تړلې وې او ترڅنګ يې د چورې ولسوالۍ ښوونځي هم بند كړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA