د جمهوري رياست ټاكنو يو شمېر كانديدان وايي، د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يووالي حكومت د كار د دوام په صورت كې به په مدني اقداماتو لاس پورې كړي.
د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو شورا د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د حكومت د سرپرستۍ طرحه وړاندې كړه، چې له مخې يې جمهور رئيس محمد اشرف غني د جمهوري رياست په ټاكنو كې له كانديداتورۍ په تېرېدو سره له يادې نېټې وروسته خپل كار ته دوام وركوي او يا به هم بل كس، چې د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو له لوري ټاكل كېږي، د دغو ټاكنو تر ترسره كېدو پورې د حكومت سرپرستي پر غاړه اخلي.
د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو شورا غړي محمد حنيف اتمر نن په يوه خبري غونډه كې وويل، كه د دوى طرحه حكومت ونه مني، نو د هغه له رهبرۍ او نړيوالې ټولنې سره به خبرې وكړي.
د نوموړي په وينا، د سياسي اجماع رامنځته كول او همدارنګه د قانون په چوكاټ كې د ولسي او مدني حركتونو ترسره كول د دوى له نورو اقداماتو څخه دي.
كه څه هم اساسي قانون د جمهور رئيس غني د كار د پاى نېټه د غبرګولي مياشتې لومړۍ نېټه ټاكلې، خو د جمهوري رياست ټاكنو د ځنډېدو له كبله د هېواد سترې محكمې د هغه د كار موده د دې ټاكنو تر ترسره كېدو پورې وځنډوله.


