ads

د ايران د بهرنيو چارو وزير هند ته ورسېد

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له هندي چارواكو سره د خبرو لپاره نوي ډيلي ته رسېدلى دى.

نویسنده: mayar
24 غویی 1398
د ايران د بهرنيو چارو وزير هند ته ورسېد

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له هندي چارواكو سره د خبرو لپاره نوي ډيلي ته رسېدلى دى.
د راپورونو له مخې، ظريف تېره شپه له تركمنستانه هند ته لاړ.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران د بهرنيو چارو وزير به نن له خپلې هندۍ سيالې سوشما سواراج سره وګوري.
نوي ډيلي ته د ظريف د سفر هدف د سيمې او نړۍ د وروستيو بدلونونو ارزونه او په تړاو يې د ايران د دريځ څرګندول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA