د افغان جګړې په اړه د معلوماتو پر وركړې د بنديز لرې كولو غوښتنه وشوه

۱۳ نړيوالو سازمانونو د امريكا د دفاع له وزارته د افغان جګړې په اړه د معلوماتو پر وركړې د بنديز لرې كولو غوښتنه كړې ده.
ياد سازمانونه وايي، دا جګړه بايد د دوى تر تحليل او څېړنې لاندې وي.