۱۳ نړيوالو سازمانونو د امريكا د دفاع له وزارته د افغان جګړې په اړه د معلوماتو پر وركړې د بنديز لرې كولو غوښتنه كړې ده.
ياد سازمانونه وايي، دا جګړه بايد د دوى تر تحليل او څېړنې لاندې وي.
دې سازمانونو د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاټريك شاناهان ته په يوه ګډ ليک کې ليکلي، چې د افغان جګړې په تړاو د معلوماتو ورکړه امريکايانو او ټولې نړۍ ته مهمه ده، ځکه دغه جګړه خورا خونړۍ او اوږده شوه.
دوى له شاناهان نه غوښتي، چې په دې اړه د پنټاګون پرېکړه لغوه کړي.
د امريکا د دفاع وزارت په دې وروستيو کې پرېکړه کړې، چې د افغانستان د جګړې په تړاو به رسنيو او خلکو ته معلومات نه ورکوي.
دغې مسئلې د امريکايي وګړو او رسنيو غبرګونونه پارولي دي.


