ads

جرمني د سولې له بين الافغاني بهيره خپل ملاتړ اعلان كړ

جرمني د افغان حكومت د سولې هڅې وستايلې او د سولې له بين الافغاني بهيره يې خپل ملاتړ اعلان كړ.

نویسنده: mayar
24 غویی 1398
جرمني د سولې له بين الافغاني بهيره خپل ملاتړ اعلان كړ

جرمني د افغان حكومت د سولې هڅې وستايلې او د سولې له بين الافغاني بهيره يې خپل ملاتړ اعلان كړ.
د سولې عالي شورا نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دغې شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي جرمني ته د خپل سفر په مهال د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال نيلسن انن او د افغانستان لپاه د جرمني له ځانګړي استازي ماركس پوتزيل سره په جلا توګه وكتل.
په دې ناستو كې د افغان سولې بهير او په تړاو يې د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع او همغږۍ رامنځته كولو، د افغانستان په پخلاينه كې د جرمني د رول او د سولې مشورتي لويې جرګې د بريالي ترسره كېدو په اړه خبرې وشوې.
انن او پوتزيل اعلان وكړ، چې جرمني د سولې مشورتي لويې جرګې د وړانديزونو او پايلو ملاتړ كوي او د افغانستان د سولې په برخه كې به هېڅ ډول مرسته ونه سپموي.
ټاكل شوې داودزى له جرمني وروسته هند ته لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA