د فارياب پوليسو د انسان تښتوونكو له منګولو يو څلور كلن ماشوم ازاد كړ.
د كورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا ماشوم د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته خوشې شو او د تښتونې په تور يې پوليسو دوه تنه ونيول.
د سرچينې په خبره، ياد انسان تښتوونكي د فارياب د مركز ميمنې ښار د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ونيول شول.
د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو ژغورل شوى ماشوم خپلې كورنۍ ته وسپاره.
د يادونې وړ ده، چې انسان تښتوونكي تل د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ماشومان تښتوي او له كورنيو يې د هغوى د خوشې كولو په بدل كې زياتې پيسې غواړي.
په ځينو مواردو كې د پيسو نه وركولو له كبله تښتول شوي ماشومان وژل كېږي، چې دغه كار خلك سخت اندېښمن كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ