ads

ممبيي انډينز لوبډله د آى پي اېل اتله شوه

د هند د کرکټ غوره ليګ يا آى پي اېل د سږ کال اتلولي ممبيي انډينز لوبډلې وګټله.
دغې لوبډلې تېره شپه په پايلوبه کې، چې په حيدراباد كې ترسره شوه، په يوې منډې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نویسنده: mayar
23 غویی 1398
ممبيي انډينز لوبډله د آى پي اېل اتله شوه

د هند د کرکټ غوره ليګ يا آى پي اېل د سږ کال اتلولي ممبيي انډينز لوبډلې وګټله.
دغې لوبډلې تېره شپه په پايلوبه کې، چې په حيدراباد كې ترسره شوه، په يوې منډې چنای سوپر کينګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په پايلوبه كې ممبيي انډينز لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د گټلو لپاره د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې هدف وټاكه، خو دا هدف چناى سوپر كينګز لوبډلې پوره نه شو كړاى او په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې يې د اوو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۱۴۸ منډې وكړې.
ممبيي انډينز لوبډلې تراوسه څلور وارې د هند د کرکټ غوره ليګ اتلولي ګټلې ده.
د آى پي اېل په سږنيو لوبو كې د چناى سوپر كينګز، سنرايزرز حيدراباد، كلكته نايټ رايډرز، راجستان رويالز، ډيلي كپيټلز، ممبيي انډينز، كينګز الېون پنجاب او رويال چلېنجرز بنګلور په نومونو اته لوبډلې ولوبېدې.
په دې لوبو كې د نورو هېوادونو پر لسګونو لوبغاړو سربېره درېيو افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم ګډون درلود.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA