په ننګرهار كې يو ديني عالم ووژل شو

نامعلومو وسله والو تېر ماښام د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، مولوي هدايت الله مدني د روداتو ولسوالۍ د صدر کلي په حصارک جامع جومات كې له روژه ماتي وروسته د ماښام لمانځه په مهال ووژل شو.