ads

په كابل ښار كې پر يوه رېنجر موټر چاودنه شوې

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو پر يوه رېنجر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې ده.

نویسنده: mayar
23 غویی 1398
په كابل ښار كې پر يوه رېنجر موټر چاودنه شوې

په كابل ښار كې د امنيتي ځواكونو پر يوه رېنجر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې ده.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا چاودنه تېر مازديګر د كابل ښار د دارالامان پر سړك په يوه رېنجر موټر پورې د نښلول شوي چسپكي ماين له كبله وشوه، چې په ترڅ كې يې موټر چلوونكى ټپي شو او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او د دوو افغان سرتېرو د وژلو ادعا يې كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA