په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر وايي، ناټو به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې له افغان ځواكونو سره خپلې اوږد مهالې همكارۍ ته دوام وركړي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ له غرمې وروسته د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په سپېدار ماڼۍ كې د ليدنې په مهال وكړه.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه كې دواړه لوري پر وروستيو امنيتي بدلونونو، له ترهګرو سره د مبارزې پر لارو چارو او د امنيت پر ټينګښت وغږېدل.
عبدالله د افغان سرتېرو د ملاتړ او د هغوى د روزنې لپاره د ميلر او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو هڅې وستايلې.
دا په داسې حال كې ده، چې امريكا افغان ځواكونو ته د ځانګړو شوو پيسو يوه برخه له مكسيكو سره پر پوله د دېوال پر جوړولو لګوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


